د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۱۰
د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې  چارې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر، د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملامحمد عیسی ثاني، د یاد ولایت د ټولګټو چارو د رئیس محترم مولوي عبدالهادي يعقوب، د لويديځ زون د پروژو مسئول محترم انجنير شير حسن خوشیوال، د خاکريز او ارغنداب ولسواليو ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او  یو شمېر نورو سيمه ايزو چارواکو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

د یاد سړک د ترمیم او بیا رغونه په دوو برخو کې چې، لومړۍ برخه یې د ۱۰۸ کیلو متره په اوږد والي سره له ارغنداب، خاکریز، او نیش ولسوالیو څخه په تیرېدو د کندهار لرغونی ولایت د ارزګان ولایت سره نښلوي چې دا مهال یې د ۱۰ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې عملاً پیل شوې.

دغه راز د یاد سړک دویمه برخه چې ۱۰۱ کیلومتره اوږد والی لري؛ د ترینکوټ څخه پیل د دهراود ولسوالۍ تر چتو پُل سیمې پورې رسیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ کیلو متره سړک د اسفالټ اچونې لپاره آماده شي.

د یادونې وړده چې د یاد سړک په دواړو برخو کې د یو شمېر پُلونو او پلګوټو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل دی چې د سړک د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او احسان حکیم ودانیز او سړک جوړونې شرک ترمځ قرارداد شوي دي.
 
دیاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او پردغه لویه لار تلونکي مسافران به د پخوا په پرته په آسانې سره تګ را تګ وکړي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS