زابل: په سيوري ولسوالۍ کې يو کلی د سيلاب اوبو له خطر څخه خوندي شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۹:۴۸
زابل: په سيوري ولسوالۍ کې يو کلی د سيلاب اوبو له خطر څخه خوندي شو

 

د زابل ولایت د ټولګټو ریاست له شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې او د دغه ریاست د  تخنیکي پرسونل په هڅو د یاد ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ملیز کلی چې، د سیلاب راوتلو پرمهال له احتمالي خطر سره مخ وه، خوندي او له کلي څخه د اوبو لوری چپ شو، چې له دې سره به د کلي اوسېدونکي د سيلابونو له احتمالي خطر څخه خوندي شي.

 

په ورته وخت کې، د زابل ولایت د ټولګټو رياست لخوا د سیوري ولسوالۍ په بورګي کلي کې د سړک غاړو هغه برخې، چې د ورستیو اورښتونو پرمهال ویجاړې شوي وې ترمیم شوې دي او په دغه سیمه کې یې هم له میشتو کورونو څخه د اوبو مسیر بدل کړی دی.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS