سمنګان: د ورېښمو لارې ۱۹ کېلو متره سړک تر کار لاندې دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۹
سمنګان: د ورېښمو لارې ۱۹ کېلو متره سړک تر کار لاندې دی

د سمنګان ولایت له مرکز ایبک ښار څخه تر زندان درې پورې سړک له وړاندې جوړ شوی و خو په امتداد سره یې د خرم و سرباغ ولسوالۍ تر مرکز پورې څه باندې ۱۹ کیلو متره سړک دا مهال د ټولګټو وزارت له خوا تر کار لاندې دی.

دا سړک د زندان درې د علم کلي له آب لم لم پل څخه بیا د خرم و سارباغ ولسوالۍ تر مرکز پورې غځیږي چې په اوږدو کې یې د ۱۶ او ۲۰ مترو په اوږدوالی سره دوه پلونه، ۶۸ پلګوټي او ۲۶۰ متره کانکریټي لښتې هم شامل دي.

د دې سړک رغنیزې چارې تر اوسه یوازې ۷ سلنه پرمختګ لري چې د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د څه باندې ۳۶۷ ملیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې اولګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته په مسقیم او غیرمستقیم ډول د ۲۶۸۸۰ کاري ورځو د رامنځته کیدو اټکل شوی چې تر بشپړیدو ورسته به یې ۴۶۰۰۰ کسان په مستقیم ډول ترې ګټه اخلي.

له خرم و سرباغ ولسوالۍ - بیا د بامیانو ولایت تر مرکز پورې د روی دوآب، کهمرد او صیغان ولسوالیو څخه په تېرېدو سره شاوخوا ۱۴۰ کېلومتره نوره لار هم د ټولګټو وزارت په اوږد مهاله پلان کې شته چې سمنګان به د ورېښمو د تاریخي لارې له لارې له بامیانو ولایت سره ونښلوي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS