سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه یې د هر افغان ملي او دیني وجیبه ده

د ټولګټو وزارت رهبري د ننګرهار د پیچراګام ولسوالۍ د کوز پچیر په سیمه کې د ویجاړ شوي پُلګوټي د بیا جوړېدا له امله د سیمې د اوسېدونکو هېوادنۍ مینه او ملي احساس ستایي او قدردانی یې کوي.
دغه پُلګوټی چې د پیچیراګام ولسوالۍ د کوز پیچر د سیمې د اوسېدونکو له لوري جوړ شوی، د ګڼو کورنیو لپاره یې د تګ - راتګ پرمهال را ولاړې شوي ترانسپورتي ستونزې هواري کړي.
ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د خلکو لخوا جوړ شوي پلونه او پُلګوټي د ټرانسپورټي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په اساسي ډول سره ورغوي.
په ورته مهال د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد له ټولو وګړو څخه هیله لري، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړکونو، پلونو او پُلچکونو د خوندیتوب په برخه کې د هېواد په آبادۍ کې له دې وزارت سره لاس یو کړي، تر څو د لیږ زیان له کبله دې ملي شتمني ته ډیر زیان ونه رسیږي.