غزني: د کابل – کندهار لویې لارې د ترمیم کار داوم لري

د غزني ولایت اړوند؛ د غزني له مرکزه د مقر لسوالۍ تر بازار پورې، د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل – کندهار لویې لارې د دغې برخې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار څو ورځې وړاندې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شو.