لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۲۱
لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

د مهترلام – باد پښ سړک لومړۍ برخه چې ۲۰.۶۶ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۹۰ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاسلیک شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

یاد سړک د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي.

د مهترلام ـ بادپښ سړک له بشپړېدو سره به نه یوازې یاده ولسوالي له مرکز سره ونښلي بلکي د کرنیزو حاصلاتو، میوو دانو په لېږد او روغتيايي مرکزونو ته د خلکو په اسانه لاسرسي کې به هم ډېره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام - بادپښ سړک ټولټال څه باندې ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري چې په دوو برخو ویشل شوی او د دویمې برخې رغنیزې چارې یې هم روانې دي.

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې نن د غزني ولایت د مرسیتال. . .

BACK TO NEWS