ټولګټو وزارت د فساد او په دندو کې د ناغيړۍ په تور د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۰
ټولګټو وزارت د فساد او په دندو کې د ناغيړۍ په تور د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين د ټرانسپورټي اتحاديو، عامو خلکو او موټروانانو له پرله پسې شکايتونو وروسته د څېړنې يو پلاوی وګماره چې په پایله کې یې د تلو د یو شمېر مامورینو پر ګوښه کېدو پرېکړه وشوه.

له دې ډلې څخه چې پر کومو کسانو د فساد ثبوتونه موجود دي، هغوی به عدلي او قضایي ارګانونو ته هم د څېړنې لپاره ور وپېژندل شي.

د دې تر څنګ د تلو يو شمېر مامورین له دې کبله هم ګوښه شوي چې په تشکیل کې بدلون راغلی او د دندو لایحه يې بدله شوې ده.

.ياد کارکوونکي نه یوازې دا چې په رشوت اخيستنه متهم و، بلکې سړکونو ته یې هم د دې فساد له کبله زیان اړولی و، چې زیات وزن لرونکو ټرانسپورټي وسايطو ته یې پر سړکونو د تګ - راتګ اجازه ورکوله.

.ټولګټو وزارت به د یوه راڼه بهیر له لارې د ګوښه شويو کارکوونکو پر ځاى ډېر ژر هېواد ته ژمن مسلکي کسان په دندو وګماري او تر څنګ یې د تلو د ډیجیټل کېدو لپاره هم پوره هڅه کوي تر څو د فساد مخنیوی وشي 

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS