ټولګټو وزارت هغه سړکونه پر قراردادي شرکتونو بیرته جوړوي چې بې کیفیته رغول شوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۲۳
ټولګټو وزارت هغه سړکونه پر قراردادي شرکتونو بیرته جوړوي چې بې کیفیته رغول شوي

ټولګټو وزارت د سړکونو کیفیت ته ژمن دی او له همدې کبله یې ټولو شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې سړکونه له معیارونو، او شرطپاڼې سره سم جوړ کړي تر څو په لنډه موده کې بېرته وران نشي.

د نوې شرطپاڼې له مخې د پروژې نهايي یا وروستۍ تسليمي له یوه کال څخه دریو کلونو ته ځنډول شوې او که په دغو دریو کلونو کې سړک بیرته وران شي نو قراردادي شرکت یې د جوړېدو مسؤلیت پر غاړه لري.

د وزارت رهبرۍ د پروان ولایت د مرکز چاریکارو اړوند توپ دره کلي کې قراردادي شرکت ته د هغه سړک د بیا رغونې سپارښتنه کړې چې څه موده وړاندې یې جوړ کړی و خو د ټیټ کیفیته له کبله بېرته وران شوی دی.

دا سړک ۴.۴۹ کېلو متره اوږدوالی لري چې اوس مهال قراردادي شرکت ورباندې بل لای اسفالټ (قیر) اچوي چې چارې یې دا مهال ګړندۍ روانې دي.

د دې سړک لګښت د افغانستان د حکومت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی چې په جوړېدو سره به یې د توپ درې خلکو ته د تګ راتګ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

...

2 کلونه 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۱۷
Background image

تیره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له ۳مې څخه تر ۹مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۴۰۰۸) ټنه، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي، چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او يو تړون لاسليک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي ټرانسپورټي شبکې د همغږي کولو، د دوه اړخيزه همکاريو د پراختيا، د انتقالاتو د زياتوالي او سوداګرو ته د آسانتياوو رامنځته کولو په موخه د تورغونډۍ بندر. . .

BACK TO NEWS