پروان: د بګرام له دوه لارې تر جبل السراج د سړک رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۱:۳۸
پروان: د بګرام له دوه لارې تر جبل السراج د سړک رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمختګ لري

دا سړک د کابل ـ سالنګ لویې لارې د دویم لین یوه مهمه برخه ده چې د پروان ولایت له بګرام دوه لارې څخه پیل بیا تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځول کیږي. تر کار لاندې دا سړک ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰.۲ عمومي پلنوالی، ۳ پایې پُلونه او ۱۰۶ پُلګوټي لري چې دا مهال یې رغنیزې چارې له څه باندې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري. د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي. د دې لارې جوړول د ټولګټو وزارت په لومړیتوبونو کې دي چې په راتلونکې کې به د سالنګ پر لار هم کار پيل او د هېواد شمال به له کابل سره د یوه پاخه سړک له لارې ونښلول شي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS