پنجشیر:د آب دواه ګولایي د کټینګ کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۱:۳۵
پنجشیر:د آب دواه ګولایي د کټینګ کار دوام لري

د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ اړوند د پنجشیر د عمومي سړک په اوږدو کې د سړک د سور د پراخولو په موخه د آب دواه ګولایي د برش کاري او کټینګ کار جریان لري.

د ګولایي د کټنګ کاري دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې پنځه لکه او ۸۸ زره افغانیو په ارزښت تړون شوې، چې دا مهال یې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

د پنجشیر ولایت د عمومي سړک په اوږدو کې ځیني کږلیچونه او تنګي ګولایاني شتون لري، چې د موټر چلونکو د لید سیمه په سمه توګه نه ویني او د زړه بږنونکو ترافیکي پیښو سبب کیږي، چې د دغه کار له بشپړېدلو سره به د ترافیکي پیښو مخنیوی وشي او د یادو ولسوالیو اوسیدونکي به په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS