په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړک د ترمیم پروژه تطبیق کیږي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۲:۳۱
په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړک د ترمیم پروژه تطبیق کیږي

د ټولګټو وزارت له خوا په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ میلیونه افغایو په ارزښت؛ د فارياب - بادغيس - هرات لويې لارې اړوند د مقر دوراهي څخه پیل؛ تر بزبای تنګي پورې د ۶۵ کيلو متره سړک د ترميم او بيا رغونې کار چې د څلور پایو پلګټو، ۱۱۳ متره معبرونو او ۵۰ متره استنادي دیوال کار هم پکې شامل دي پیل او دا مهال عملاً جريان لري.
د يادونې وړ ده؛ چې د يادې پروژې په جريان کې د سيمي یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې په ياده لويه لار د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
 

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS