په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ – شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین – بیلډ په بڼه قرارداد شوی دی او چارې یې عملاً روانې دي.

دغه سړک د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ څخه پیل او د همدې ولایت تر چاهي ولسوالۍ پورې غځېدلی دی، د سړک پلنوالی ۷.۳ متره دی او په دواړو خواوو کې ۲.۵ متره د سړک څنډې (شولډرونه) هم لري.

 همدارنګه، د دې سړک په اوږدو کې د ۴۱ پایو پلګوټو جوړول هم شامل دي، چې ټاکل شوې ده د ۲۶ کاري میاشتو په موده کې یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړک د بلخ ولایت چهاربولک، بلخ،  چاهي، دولت‌آباد او شورتپه ولسوالۍ د جوزجان ولایت د قرقین او خم ‌آباد ولسوالیو سره نښلوي؛ چې له دې سره افغانستان د کلفت بندر له لارې له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

د یادې پروژې د کار په جریان کې ۱۶۳ کسانو ته، چې انجنیران، ماهر او غیرماهر کارګران او موټرچلوونکي پکې شامل دي، د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، په دې پروژه کې ۱۱۲ بېلابېل ډوله ماشینرۍ څخه ګټه اخیستل کیږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS