په جدي مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۰۸۸۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۳
په جدي مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۰۸۸۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د جدي/مرغومي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۰۸۸۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۳۰۲۳۲۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۲۷۰۴۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۰۵۶۴) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۸۹۴۰) ټنه، چې ټولټال (۴۰۸۸۷۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په جدي مياشت کې (۱۶۹۸) ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، وريجې او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په تيرو ۹ مياشتو کې شاوخوا ۳.۲ ميليون مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS