په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.
یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره اوږدوالي او ۹ متره پلنوالي سره د فاریاب ولایت له مرکز(میمنې ښار) څخه پیل د یاد ولایت تر فر دوس ولسوالۍ پورې رسیږي.
د یادې پروژې په اوږدو کې د ۲۳ پایو پلګوټو ، د ۶۱۰ متره استنادي دېوالونو او یو پایه ۶۰ متره پل د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې اوسمهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د سیمې خلک د یاد سړک د رغونې له چارو خوښ دي، او د کار په جریان کې یې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه پروژه د سیمې د ترانسپورتي اسانتیاوو د ښه والي، د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو، په ځانګړې توګه د ګرزیوان، بلچراغ او فردوس ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره، او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې ځانګړی اهمیت لري.
