په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

kalim_admin
Thu, Apr 16 2026 11:59 AM
په فاریاب ولایت کې  د میمنې -  فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره اوږدوالي او ۹ متره پلنوالي سره د فاریاب ولایت له مرکز(میمنې ښار) څخه پیل د یاد ولایت تر فر دوس ولسوالۍ پورې رسیږي.

د یادې پروژې په اوږدو کې د ۲۳ پایو پلګوټو ، د ۶۱۰ متره استنادي دېوالونو او یو پایه ۶۰ متره پل د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې اوسمهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.

د سیمې خلک د یاد سړک د رغونې له چارو خوښ دي، او د کار په جریان کې یې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دغه پروژه د سیمې د ترانسپورتي اسانتیاوو د ښه ‌والي، د خلکو د تګ‌ راتګ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو، په ځانګړې توګه د ګرزیوان، بلچراغ او فردوس ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره، او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې ځانګړی اهمیت لري.

.

7 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS