په فاریاب ولایت کې د یوه ۴۸ متره پُل رغنیز کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۱۲
په فاریاب ولایت کې د یوه ۴۸ متره پُل رغنیز کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

 دا وسپنیز کانکریټي پُل چې ۴۸ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالی لري، د فاریاب ولایت په مرکز میمني ښار کې د موټرو د دوو لاینونو لپاره جوړیږې، چې تر دې مهاله یې د جوړلو کار له ۸۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لريد دې پُل رغنیز کار د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي

د یاد پُل د رغنیز کار له بشپړیدو ورسته به ۳۵۰۰ تنه په مستقیم او ۲۱۰۰۰ تنه په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي او د سیمې اوسېدونکي به تر پخوا په اسانه ډول روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته لاس رسی پیداکړي، همدارنګه به مارکیټونو ته د کرنیزو محصولاتو په لېږد کې هم ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

BACK TO NEWS