په ننګرهار ولايت کې د دوو استنادي دېوالونو د رغونې کار د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته و سپارل شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۴۱
په ننګرهار ولايت کې د دوو استنادي دېوالونو د رغونې کار د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته و سپارل شول

د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې د دوو استنادي ديوالونو کار د څه باندې ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او د ننګرهار ولايت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي يار محمد محمدي، د يادو ولسواليو ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمه اييزو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په يادو پروژو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د تور راغه په سیمه کې د ۲۵ متره په اوږدوالي او ۷ متره په لوړوالي سره د يو استنادي دېوال د رغونې کار د څه باندې درې ميلیونه افغانیو په ارزښت  بشپړ شوی دی چې رغنیزې چارې یې شاو خوا د ۴۰ ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه راز دياد ولایت د کوټ ولسوالۍ په عطا خان سيمه کې هم د ننګرهار ولايت د حلقوي سړک د تخريب د لا مخنيوي په موخه د ۱۲۰ متره په اوږدوالي، ۷.۲ متره په لوړوالي او شاوخوا ۳ متره پلنوالي سره يو استنادي دېوال د څه باندې ۷ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ شوی چې د رغونې کار یې د درې مياشتو په موده کې ترسره شو.

د يادونې وړده چې د يادو دېوالونو په رغونې سره به د دغو سړکونو د لا تخريب څخه مخنیوی وشي.

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS