په کاپیسا ولایت کې د ۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغوونې چارې د څه باندې ۲۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغوونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور سره قرارداد او دامهال د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
په یاده پروژه کې د سړک د فرش اساسي بیارغوونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو ترمیم او جوړل شامل دي، چې د ۵ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغوونې چارې تر سره کوي، چې د هېوادوالو په هوسا تګ راتګ او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې یې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته کړې دي.
