پکتیکا: د ښرنې ـ انګور اډې سړک د سیلاب له پاتې شونو څخه پاک کاري شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۹:۵۵
پکتیکا: د ښرنې ـ انګور اډې سړک د سیلاب له پاتې شونو څخه پاک کاري شو

 

د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ پر مټ او تخنیکي پرسونل لخوا د ښرنې ـ انګور اډې پر غځیدلي سړک یو شمیر هغه پولګوټي او د سړک شولډرونه، چې د ورستیو شدیدو اورښتونو د پاتې شونو له کبله بند شوې وه پاک کاري شول او د ارګون ولسوالۍ په دهنې سیمه کې د سړک هغه برخه، چې د غر ښویېدنې له کبله بنده شوې وه له یوه ساعت بندښت ورسته سړک پاک او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

 همدارنګه، د پړاو په خوړ کې یوه غټه تیږه، چې د اوبو مخه یې ډب کړي وه د ماشینرۍ په واسطه له منځه یووړل شوه.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

BACK TO NEWS