د کابل _ جلال آباد دویم لین سړک سروې د نا امنیو له کبله درېدلې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۰:۵۱
د کابل _ جلال آباد دویم لین سړک سروې د نا امنیو له کبله درېدلې

د کابل - جلال آباد دویم لین سړک ټول ټال ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د رغونې لپاره پر دوو برخو وېشل شوی دی
لومړۍ برخه یې د کابل له بګراميو څخه تر څپرې پورې ( ۵۰ ) کیلو متره او دویمه برخه یې د څپرې څخه  تر سُرخ رود پورې (۱۰۰ ) کیلو متره اوږدوالی لري چې له ډلې څخه یې د لومړۍ برخې ۳۲ کیلو متره او د دویمې برخې ۳۳ کیلو متره سړک بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی
د پاته ۸۵ کیلو متره سړک د رغولو لپاره د آسیا پراختیايی بانک له خوا په ۲۰۱۲ کال کې ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي خو تر اوسه هم د دې سړک د استملاک چارې نه وې بشپړې شوې او تر هغه به ټولګټو وزارت ته د دې سړک لپاره ځانګړې شوې پیسې ورنه کړل شي چې د سړک پر مسير د استملاک  چارې بشپړې نشي
ټولګټو وزارت د ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې پر ۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د مقام، سیمه ییزو شوراګانو او قومي مشرانو په بشپړې همغږۍ سره سیمې ته پنځه تخینکي ټیمونه د سروې او استملاکي چارو لپاره واستول او هماغه مهال یې په سیمه کې کار پیل کړ
دې تخینکي ټیمونو د پاته ۸۵ کیلو متره سړک د لومړۍ برخې ( شاوخوا ۲۳ کیلو متره) تخنیکي سروې بشپړه کړه خو استملاکي چارې یې لا بشپړې شوې نه وې چې امنیتي ستونزې یې پر وړاندې زیاتې او د ننګرهار ولایت مقام او محلي خلکو د نه همکاری له کبله یې شاوخوا درې اونۍ وړاندې چارې ودرول شوې
دغو ستونزو ته په کتو سره که په سیمه کې امنیتي ننګونې رفعه او بشپړه همغږي را منځته نه شي نو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه نشي کولی چې د سروې او استملاک پاته چارې بشپړې کړي
که د سیمې خلک او سیمه ییزه اداره د استملاک په چټکتیا او امنیتي خونديتوب کې مرسته ونه کړي نو ښایي بانک د یادو پیسو له ورکړې لاس په سر شي

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS