د هرات - چشت شریف سړک قیر اچونې چارې پيل او په چټکۍ سره روانې دي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۵:۴۰
د هرات - چشت شریف سړک قیر اچونې چارې پيل او په چټکۍ سره روانې دي

د هرات - چشت شریف د لومړي لاټ سړک قير اچونه پيل او رغنيز کار يې په ډيرې په چټکۍ سره روان دي يوازي په تيرو دوو ورځو کي د ۷۵۰ متره سړک د قير اچونې چارې بشپړې شوي شوي. چې د قير اچونې دا لړۍ به هره ورځ د ۵۰۰ متره په شاوخوا کې روانه وي

د ياد سړک رغنيز تړون د څه باندې ۲۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ شوې دی

دغه سړک د ختیځ— لویدیځ دهلیز یوه مهمه برخه ده، چې دا مهال پرې د قیر اچونې کار پیل شوی دی. د یادې پروژې په بشپړیدا سره به د هرات د ختیځو ولسوالیو د پرمختګ او آبادۍ لپاره لار پرانستل شي

یاد ده دې وي، چې دغه سړک د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو د انتقال په برخه کې هم مهم رول لري

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۲:۳۰
Background image

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ  څلورمې قطعې د لومړی فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوې برخې یې د ایران هېواد اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک استیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جوزا له ۳۰مې څخه د سرطان تر ۱۲مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۱۷
Background image

د جلال آباد - کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو دا مهال بیرته پرانیستل شو

 د وروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د جلال آباد – کونړ عمومي سړک د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې او د دره نور ولسوالۍ سړک د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو، چې دا. . .

BACK TO NEWS