د ټولګټو وزارت د هېڅ پروژې انوایس نه دی ځنډېدلی

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۵۲
د ټولګټو وزارت د هېڅ پروژې انوایس نه دی ځنډېدلی خبرپاڼه

د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنې سره د وزارت اوسنۍ رهبرۍ پرېکړه کړې چې د هېڅ یوې پروژې انوانیس ونه ځنډیږي او له همدې کبله د تېرو کلونو انوایسونه هم په لنډ وخت کې اجراء شوي دي.

۱ ـ اوس مهال د شرکتونو د انوایسونو ستونزې تر بل هر وخت ډېرې هوارې شوې او ټولګټو وزارت د روان مالي کال له پیله تر دې دمه د ۱۳۹۸، - ۱۳۹۹ او همدا رنګه ۱۴۰۰ مالي کال ټول نا اجرا شوي انوایسونه اجرا کړي خو یوازې وروستي انوایسونه چې د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې وزارت ته راغلي د مالیې وزارت د (۲۰۰۰۰) کوډ د بندېدو له کبله ځنډېدلي.

۲ ـ د پروژو د وخت غځېدا (تمدید) په اړه د یو شمېر شرکتونو غوښتنې بېځایه دي ځکه د شرطپاڼې پر اساس ځینې شرکتونه په خپلو چارو کې پاته راغلي چې د وخت د غځېدو پر ځای جریمه پرې راغلې ده.

۳ – هغه شرکتونه چې د پروژې د وخت غځېدو مستحق دي ټولګټو وزارت یې زماني تمدید د تدارکاتو ملي ادارې ته راجع کړی چې تر اجراآتو لاندې دي او ښايي په نږدې وخت کې د تدارکاتو د ملي کمېسیون غونډې ته وړاندې شي.

۴ – اکثریت انوایسونه تخنیکي ستونزې لري چې د وزارت له خوا پر اړوندو شرکتونو څو، څو ځله اصلاح شوي او له همدې کبله ځينو شرکتونو شکایت کړی خو وزارت به هېڅ کله مفسدو کسانو ته چې د رشوت په مقابل کې د انوایسونو د اجراء کېدو تمه لري اجازه ور نه کړي چې فساد وکړي او غیر قانوني اسناد اجراء شي.

۵ ـ ټولګټو وزارت دوې اونۍ وړاندې شرکتونو ته ایمیل کړی و چې له نږدې څخه د هغوی پر ستونزو وړاندیزونو او سهولتونو بحث وشي چې د پنچشنبې په ورځ د ۱۸ شرکتونو استازي راغلي و او تر خبر اترو وروسته یې د ټولګټو وزارت د اوسنۍ رهبرۍ له کړنو څخه په بشپړه توګه خوښي څرګنده کړه.

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د ټولو هغو شرکتونو کړنې ستايي چې له معیارونو، قرارداد او شرطپاڼې سره سم پر مخ ځي او د هېڅ یوه شرکت مشروع غوښتنې بې ځوابه نه پاته کیږي.

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS