په سالنګونو کې د دوه کیلومتره سړک د کانکریټ اچونې کار ادامه لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۱۵
په سالنګونو کې د دوه کیلومتره سړک د کانکریټ اچونې کار ادامه لري

د ټولګټو وزارت د سالنګونو ریاست د ماشینرۍ او تخنیکي پروسنل پرمټ په شمالي سالنګ کې د دوه کیلومتره سړک د ترمیم کار جریان لري. 
د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کار د ټولګټو وزارت له لوري له وړاندې پیل شوی دی، چې د ۱۰ کیلومترو په اوږدوالي سره به یې هغه برخې کانکریټ ریزي شي، چې د سړې هوا او ډيري واوري له کبله اسفالټ ژر تخریبیږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د ژمي موسم له رارسېدلو څخه مخکي د یادې لویې لارې اړوند هغه برخې په اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي، چې د تګ راتګ پرمهال مسافر له ترافیکي ستونزو سره مخ کوي. 

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS