د کابل ولایت د ټولګټو ریاست نوی رئیس معرفي شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۵:۱۰
د کابل ولایت د ټولګټو ریاست نوی رئیس معرفي شو

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت پر بنسټ، د دغه وزارت د ارشاد او دعوت رئيس محترم مفتي عبدالولي محمد، د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د سرپرست په توګه وټاکل شو او تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د مقام د دفتر رئيس دوکتور مولوي ضیاءالرحمن ثاني، له لوري د ټولګټو ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

دا مراسم، چې د قرآن عظیم شان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، د کلیو د لار جوړونې رئیس محتر مفتي هارون رشيد، د ټولګټو وزارت د سرپرست هدایت ولوست او وې ویل: په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی او تغیرات د ادارې د قوت او پرمختګ لامل ګرځي.

ورپسې، د مقام د دفتر رئیس دوکتور مولوي ضیاءالرحمن ثاني، خبري وکړې وې ویل: د یوه شرعي او ولسي نظام ستنې په رښتنولي، عدالت، ایمانداري او خلق الله ته په خدمت کولو ولاړې او ټینګي وي، هغه زیاته کړه، د ټولګټو وزارت رهبري د نظام او ادارې د تقویت په موخه هڅې کوي؛ تر څو په خالي بستونو کې د وړ اشخاصو په ټاکلو سره په اداري چارو کې ځنډ رامنځته نشي او له بل لوري هیوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې غوره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.

په پای کې د کابل ولایت د ټولګټو ریاست نوي سرپرست رئیس محترم مفتي عبدالولي محمد، د خپلو خبرو پرمهال د ټوګلټو وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه او قدرداني وکړه زیاته یې کړه: په نظام کې دنده او ټاکنه، مسؤولیت دی نه امتیاز او یوه ورځ به هرو مرو د دې امانت او مسؤولیت حساب ور کوو.

هغه د کابل د ټولګټو ریاست له ټولو کار کوونکو څخه وغوښتل، چې په خپل ټول توان او ایمانداري سره، د ادارې او نظام د تقویت او خلکو ته د خدمت کولو په موخه په ګډه هڅې او کار وکړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS