په تخار ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي.

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۲:۲۱
په تخار ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي.

د ټولګټو وزارت لخوا په تخار ولایت کې د درېیو ترمیماتي پروژو کار د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دامهال عملاً جریان لري.
په یادو پروژوکې لومړی د تخار – بدخشان ۵۸ کیلومتره سړک ترمیماتي پروژه ده چې د دغه وزارت له خوا د یو ودانيز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت قراردا شوې ده، چې رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
دغه راز دوهمه پروژه د تخار – کندوز د ۳۲.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار دی، چې د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

او همدارنګه دریمه پروژه د تخار ولایت له مرکز څخه پیل د بهارک، خواجه غار او دشت رباط ولسوالیو څخه په تېرېدو ترفرخار ولسوالۍ پورې د سړک د ترمیم او داغګیرۍ پروژه ده چې د یاد وزارت لخوا د ۲۹۸۱۴۰۹ افغانیو په ارزښت د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده چې د ترمیم او داغګیرۍ چارې به یې په درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو مسیرونو د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

BACK TO NEWS