په پکتیکا ولایت کې  د دوو پروژو کار د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۴۰
په پکتیکا ولایت کې  د دوو پروژو کار د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې

د ټولګټو وزارت لخوا په پکتیکا ولایت کې د دوو پروژو کار د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې. 
ټولګټو وزارت په پکتیکا ولایت کې دوې پروژې چې یوه یې د پکتیکا – ګردیز ۱۰ کیلو متره سړک د ۱۴.۴۶ ملیونه افغانیو په ارزښت او دوهمه پروژه یې د پکتیکا – غزني  لویې لارې د ۲۱ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې کار د ۷.۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بیلا بیلو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد کړې وې؛  چې دا مهال یې رغنیزې چارې بشپړې او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې. 
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو د کار په جریان کې یوشمېر هېواد والوته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوي وه او په بشپړیودو یې دخلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي. 
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS