د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت اړوند د دوه محرابه مسجدونو د رغونې چارې د څه باندې ۶۷.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت اړوند د دوه محرابه مسجدونو د رغونې چارې د څه باندې ۶۷.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت په نادعلي او واشېر ولسوالیو اړوند سیمو کې د دوه محرابه مسجدونو د رغونې چارې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.
د نادعلي ولسوالۍ اړوند مسجد د نوید نوري ودانیز خصوصي شرکت سره د څه باندې ۳۳،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او د واشېر ولسوالۍ اړوند مسجد د دامان پوپلزي ودانیز خصوصي شرکت سره د څه باندې ۳۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي دي، چې د رغونې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې  ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنه ( ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي) لمونځ کوي او ټول تأسیسات به یې په سولریزې برېښنا سمبال وي.

د لړم۲۳مه د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS