د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۳۷
د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکريم فاتح ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د ننگرهار ولایت د ټولګټو رئيس محترم مولوي احمد احمدي يې هم ملتيا کوله.

د ياد وزارت تخنيکي مرستيال د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړي  سکشن ۲۲ کيلومتره سړک د رغونې کار یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټولپلازا له محصول څخه ورکول کیږي.

همدارنګه، نوموړي د يادې لویې لارې له اړوندو ټولپلازاوو څخه د ليدنې ترڅنګ د يادو ټولپلازاوو کار کوونکو ته د ستونزو د حل په موخه لار ښوونه وکړه، چې له درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي او د عوايدو راټولولو په برخه کې امانت داري وکړي؛ تر څو هېوادوال ډاډ ترلاسه کړي، چې پيسې يې د ياد سړک په اساسي رغونه لګول کېږي.
 

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS