د هیواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۲۳
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

سالنګونه: په سالنګونو کې نن ورځ هوا ورېځ ده او یاده لویه لار نن سهار ۸ بجې د کوچنیو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه، که چیرې د واورې اورښت پیل شي ممکن یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ بیرته وتړل شي.

غور: په غور ولایت کې هوا نیمه ورېځ ده، بند بکک مسیر د یاد ولایت د ټولګټو له لوري پاک کاري شوی دی؛ خو دغه مسیر د بامیان ولایت اړوند د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی.

غزني: د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ مسیر د واورې د تيز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوی دی.

بامیان: د بامیان ولایت د شاتو او حاجیګک کوتلونو د پنجاب – آبقول کرمان، د دهن سیاه او پنجناب ولسوالیو مسیرونه په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

دایکندي: په دایکندي ولایت کې د نیلي – قوناق، نیلي – اشتر او نیلي – ګیتي مسیرونه د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.

دغه راز، په فاریاب ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ او په سرپل ولایت کې د البدر ولسوالۍ مسیرونه د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ موقتاً تړل شوی دی.

د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې د اوریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې مسيرونه او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانيستي 

دا په داسې حال کې ده چې په یادو ولایتونو کې یو شمېر نور مسیرونه هم د واورې اورښت او طوفانونو له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي و، چې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو په دوامداره هڅو بېرته پرانیستل شول.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS