د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل 

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۵۷
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي  سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي او اوسپنیزې کرښې مرستیالانو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.  په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي علیرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او ایران یوله بل سره اوږدمهاله دیني، ټولنیزې، اقتصادي، تاریخي او سیاسي اړیکې لري ا

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي  سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي او اوسپنیزې کرښې مرستیالانو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي علیرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او ایران یوله بل سره اوږدمهاله دیني، ټولنیزې، اقتصادي، تاریخي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.

دټولګټو وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

دغه راز دواړو لورو په افغانستان کې د ایران هېواد له لوري د تطبیق شویو پروژو په هکله هر اړخیز بحث وکړ او د ابونصر فراهي (میل ۷۸) سړک په اړه چې پخوا یې رغنیزې چارې د ایران هېواد له لوري پيل شوې وې او د بېلابېلو عواملو له امله یې چارې ځنډېدلې وې هم خبرې وکړې او د ایران سفیر ژمنه وکړه، چې د ټولګټو وزارت په همغږۍ سره به د یاد سړک رغنیزې چارې د اتو میاشتو په جریان کې بشپړې او د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

همدارنګه په دغه ناسته کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي د میلک دوهم پل چې افغانستان په زرنج مرزي سیمه کې له ایران سره نښلوي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان سره په توافق به د دغه پل رغنیزې چارې هم پیل شي، او په دغه ناسته کې  د میدان ښار – بامیان سړک په اړه هم خبرې وشوې او د یاد سړک د بیاکتنې په اړه کمیټه وټاکله شوه چې دغه پروژه له نږدي وګوري؛ که چېرې یې کومې برخې تخریب شوې نه وي ټولګټو وزارت ته و سپارل شي او که چېرې تخریبات او ستونزې ولري قراردادي شرکت ژمنه وکړه چې د تخریب شوې برخې ترمیم او وروسته یې ټولګټو وزارت ته وسپاري.
 
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS