د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۲۵
د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د ۱۹/۴/۱۴۴۷ نیټې د ۹۵۵ گڼه حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم الحاج ملاعبدالحق همکار، چې له دې وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت کې د نشه یی توکو سره د مبارزې د معین په حیث دنده ترسره کوله، د یوې غونډې په ترڅ کې د ټولګتو وزارت د مالي او اداري معین په توګه معرفي شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګتو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت مرستیال محترم ستر پاسوال ملا ابراهیم صدر، د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملا عبد الجبار، د میدان وردګو ولایت محترم والي الحاج ملا خیر الله خیرخواه، د چارو ادارې لوی ریاست مرسیتال مولوي عبدالباري عاطف د ترانسپورت او هوایي چلند او مخابراتو وزارتونو مرستیالانو، د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس، ګڼ شمېر امارتي مسؤلانو، یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی محترم مولوي عبدالباري عاطف د چارو ادارې د لوی ریاست مرستیال د ټولګټو وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکنې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم قرائت کړ، د محترم همکار صاحب کړنې او ترسره کړي فعالیتونه وستایل او نوموړي ته یې په نوې ور سپارل شوې دنده کې د بریا هیله وکړه.

د مراسمو په دوام د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، نوي ټاکل شوي مرستیال ته د وزارت په استازولۍ ښه راغلاست او مبارکي وویله او د هر ډول همکاریو د ډاډ ترڅنګ یې د الله ﷻ له دربار څخه په ټولو چارو کې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

د مراسمو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت مرستیال محترم ستر پاسوال ملا ابراهیم صدر و ویل؛ اسلامي نظام د خلکو او مجاهدینو د قربانیو پایله ده او د اسلامي نظام مسئولان د الله تعالی  ﷻاو خلکو پر وړاندې ستر مسئولیت لري.

هغه وويل، چې په دولتي ادارو کې دنده امتياز نه، بلکې يو دنيوي او اخروي مسؤوليت او امانت دی او د الله ﷻ له دربار څخه یې محترم معین صاحب ته د ښه مسؤولیت ادا کولو د توفیق غوښتنه وکړه.

دغه راز په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت والي محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه و ویل« د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین د جهاد له پيله تر دا مهاله د الله ﷻ د رضایت، د اسلامي شریعت د قایمولو او د خلکو د خدمت لپاره راپورته شوي دي او د هېڅ کوم امتیاز تمه نه لري

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس محترم مولوي حسیب الله احمدي د محترم الحاج ملا عبدلحق همکار د امارت له پیله تر دې مهاله د ترسره شویو دندو او فعالیتونه په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ټولگټو وزات نوي مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملا عبدالحق همکار، د خبرو پرمهال و ویل« دا نظام د دې ولس او مجاهدینو د قربانیو او جهاد په درشل کې په لاس راغلئ دی، نو اول باید مونږ او تاسو د خدای ﷻ شکر ادا کړو او ورپسې د دې نظام خدمت کول او ساتنه زمونږ او ستاسو فریضه ده، دا نظام له ټولو هغه سختو مرحلو څخه تېر شوی دی، مونږ باید د خپل ولس خدمت وکړو او ولس هغه څه نه غواړي چې زمونږ په توان کې نه وي، زمونږ هڅه باید دا وي، چې د هېواد هر وګړي ته په پوره معنا خدمات وړاندې کړو

 .یاده غونډه د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی ریاست د رئیس محترم مولوي زین الله عابر په دعا سره پای ته ورسېده

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۷
Background image

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اله‌ سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۷/۲۷) نېټې، د (۵۵۲۹) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدا لطیف صاحبزاده، چې وړاندې یې د یاد وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې. . .

BACK TO NEWS