د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۲۵
د ټولگټو وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د ۱۹/۴/۱۴۴۷ نیټې د ۹۵۵ گڼه حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم الحاج ملاعبدالحق همکار، چې له دې وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت کې د نشه یی توکو سره د مبارزې د معین په حیث دنده ترسره کوله، د یوې غونډې په ترڅ کې د ټولګتو وزارت د مالي او اداري معین په توګه معرفي شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګتو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت مرستیال محترم ستر پاسوال ملا ابراهیم صدر، د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملا عبد الجبار، د میدان وردګو ولایت محترم والي الحاج ملا خیر الله خیرخواه، د چارو ادارې لوی ریاست مرسیتال مولوي عبدالباري عاطف د ترانسپورت او هوایي چلند او مخابراتو وزارتونو مرستیالانو، د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس، ګڼ شمېر امارتي مسؤلانو، یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی محترم مولوي عبدالباري عاطف د چارو ادارې د لوی ریاست مرستیال د ټولګټو وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکنې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم قرائت کړ، د محترم همکار صاحب کړنې او ترسره کړي فعالیتونه وستایل او نوموړي ته یې په نوې ور سپارل شوې دنده کې د بریا هیله وکړه.

د مراسمو په دوام د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، نوي ټاکل شوي مرستیال ته د وزارت په استازولۍ ښه راغلاست او مبارکي وویله او د هر ډول همکاریو د ډاډ ترڅنګ یې د الله ﷻ له دربار څخه په ټولو چارو کې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

د مراسمو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت د ارشد معینیت مرستیال محترم ستر پاسوال ملا ابراهیم صدر و ویل؛ اسلامي نظام د خلکو او مجاهدینو د قربانیو پایله ده او د اسلامي نظام مسئولان د الله تعالی  ﷻاو خلکو پر وړاندې ستر مسئولیت لري.

هغه وويل، چې په دولتي ادارو کې دنده امتياز نه، بلکې يو دنيوي او اخروي مسؤوليت او امانت دی او د الله ﷻ له دربار څخه یې محترم معین صاحب ته د ښه مسؤولیت ادا کولو د توفیق غوښتنه وکړه.

دغه راز په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت والي محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه و ویل« د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین د جهاد له پيله تر دا مهاله د الله ﷻ د رضایت، د اسلامي شریعت د قایمولو او د خلکو د خدمت لپاره راپورته شوي دي او د هېڅ کوم امتیاز تمه نه لري.»

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس محترم مولوي حسیب الله احمدي د محترم الحاج ملا عبدلحق همکار د امارت له پیله تر دې مهاله د ترسره شویو دندو او فعالیتونه په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ټولگټو وزات نوي مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملا عبدالحق همکار، د خبرو پرمهال و ویل« دا نظام د دې ولس او مجاهدینو د قربانیو او جهاد په درشل کې په لاس راغلئ دی، نو اول باید مونږ او تاسو د خدای ﷻ شکر ادا کړو او ورپسې د دې نظام خدمت کول او ساتنه زمونږ او ستاسو فریضه ده، دا نظام له ټولو هغه سختو مرحلو څخه تېر شوی دی، مونږ باید د خپل ولس خدمت وکړو او ولس هغه څه نه غواړي چې زمونږ په توان کې نه وي، زمونږ هڅه باید دا وي، چې د هېواد هر وګړي ته په پوره معنا خدمات وړاندې کړو.»

 .یاده غونډه د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی ریاست د رئیس محترم مولوي زین الله عابر په دعا سره پای ته ورسېده

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

وزیر محترم فواید عامه از جریان کار شماری از پروژه‌ها در ولایت کاپیسا بازدید و ارزیابی کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا.، به‌منظور توسعه زیربناهای ترانسپورتی، اطمینان از کیفیت و سرعت کار اعمار سرک‌ها و نظارت از جریان تطبیق پروژه‌ها، در ادامه سفرهای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

افزایش بیش از دو برابر انتقالات اموال تجارتی از طریق راه آهن در شش ماه نخست سال ۱۴۰۵ هـ.ش.

در شش ماه نخست سال ۱۴۰۵ هـ.ش، از طریق چهار مسیر تجارتی شامل بندر حیرتان، بندر آقینه، بندر تورغندی و مسیر خواف–هرات، مجموعاً ۴ میلیون و ۸۸۸ هزار و ۲۶۸ متریک تُن اموال تجارتی انتقال یافته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

کار ترمیم و بازسازی دو پایه‌ پلچک در مسیر سرک ولسوالی چارکنت ولایت بلخ به ارزش بیش از ۴.۴ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم دو پایه‌ پلچک در مسیر سرک ولسوالی چارکنت ولایت بلخ، به ارزش بیش از ۴.۴ میلیون افغانی، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا و با حضور محترم مولوی عبدالصبور صابر، رئیس فواید عامه ولایت. . .

BACK TO NEWS