په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیلډ په بڼه قرارداد شوی دی او چارې یې عملاً روانې دي.

دغه سړک د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ څخه پیل او د همدې ولایت تر چاهي ولسوالۍ پورې غځېدلی دی، د سړک پلنوالی ۷.۳ متره دی او په دواړو خواوو کې ۲.۵ متره د سړک څنډې (شولډرونه) هم لري.

 همدارنګه، د دې سړک په اوږدو کې د ۴۱ پایو پلګوټو جوړول هم شامل دي، چې ټاکل شوې ده د ۲۶ کاري میاشتو په موده کې یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړک د بلخ ولایت چهاربولک، بلخ،  چاهي، دولت‌آباد او شورتپه ولسوالۍ د جوزجان ولایت د قرقین او خم ‌آباد ولسوالیو سره نښلوي؛ چې له دې سره افغانستان د کلفت بندر له لارې له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

د یادې پروژې د کار په جریان کې ۱۶۳ کسانو ته، چې انجنیران، ماهر او غیرماهر کارګران او موټرچلوونکي پکې شامل دي، د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، په دې پروژه کې ۱۱۲ بېلابېل ډوله ماشینرۍ څخه ګټه اخیستل کیږي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS