د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او  لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان، ولایتونو ته سفر وکړ هلته یې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه 
محترم وزیر صاحب د خپل کاري سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت د کامدېش- برګمټال سړک د رغنیزو چارو سربېره، د کنړ–نورستان سړک، د کنړ ولایت د سړکونو، پشد او زیړي بابا پلونو او همدارنګه د لغمان ولایت د ده‌ زیارت نوي پل له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو اړوندو مسؤلانو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پر وخت بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې 
د نورستان ولایت د کامدېش–برګ مټال دویم لین ۵۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې دا مهال پیل شوې دي او عملاً جریان لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلونو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي 
.بلخوا د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړی چې د دغو پروژو چارې به په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سمې بشپړې کړي 
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د روان ۱۴۰۵هـ.ش کال له پیلېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پروژو د بیا پیلېدو او روانو چارو څخه د ښه تطبیق په موخه لیدنې کړې دي 

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS