د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، چې د ټولګټو وزارت په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سړکونو، پلونو، پلګوټو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو، بیارغونې او ترمیم په برخه کې ټولټال ۲۶۲ پروژې تر کار لاندې لرلې، چې له دې ډلې د ۹۱ پروژو چارې بشپړې شوې او د ۱۷۱ نورو پروژو چارې تر کار لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټولګټو وزارت په تېر کال کې د ۳۹۳ کیلومتره سړک د قیر اچونې، د ۹۳۲ کیلومتره سړک د امکان‌سنجۍ مطالعاتو، د ۷۷۷ کیلومتره سړک د توپوګرافي سروې او د ۳۵۰ کیلومتره سړک د ډیزاین چارې ترسره کړې دي.

د ا.ا.ا مرکزي ویاند همدارنګه څرګنده کړه، چې د ټولګټو وزارت په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې په ټول هېواد کې د ساتنې او څارنې ټولټال ۱۱۰ پروژې پیل کړې وې، چې له دې ډلې د ۵۲ پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې پروژو چارې لا هم روانې دي.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، چې ټولګټو وزارت په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د هرات – تورغونډۍ د ۱۱۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د سروې، د هرات – کندهار د ۷۶۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د امکان‌سنجۍ مطالعاتو او ډیزاین، او د کندهار – سپین‌بولدک د ۹۶ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د کابل – کندهار د ۵۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ سروې او ډیزاین قرارداد او د اندخوی – شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د تخنیکي سروې قرارداد هم لاسلیک شوی دی.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې څرګنده کړه، چې د ټولګټو وزارت په تېر کال کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دویم فاز، چې ۴۷.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، او د آقینې – اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.

حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې پروګرام د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو په موخه ترسره کېږي، چې په دغه پروګرام کې د ټولګټو وزارت لاسته راوړنې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د جوړولو او بیارغونې او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په برخو کې تشریح شوې.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS