د کندهار ـ سپین بولدک دويم لين سړک د پرانستې او ګټې اخیستنې په اړه مطبوعاتي خبر پاڼه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۱:۲۹
 کندهار ـ سپین بولدک دويم لين سړک د پرانستې او ګټې اخیستنې په اړه مطبوعاتي خبر پاڼه

د وري ۲۳، ۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور رئیس له لید سره سم؛ چې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ پر څلور لارې بدلول دي.

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د روان کال وري میاشتې په ۲۳ نیټه، له غرمې ورسته په ۰۳:۰۰ بجې د کندهار ـ سپین بولدک دويم سړک پرانستغونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس په انلاین بڼه او په کندهار ولایت کې د ( پروژې په سیمه کې ) د ټولګټو چارو وزیر محترم نجیب الله یمین، د کندهار ولایت له سیمه اییزو چارواکو او قومي مخورو سره یو ځای یاده ملي پروژه رسماَ ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کندهار ـ سپین بولدک دویم لین سړک چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري د څه باندې ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی و، چې د جوړولو لګښت يې د افغانستان له ملي بوديجې څخه ورکړل شوی.

ياده پروژه د هیواد په جنوب کې د افغانستان دولت له مهمو ملي پروژو څخه ده؛ چې سویل لویدیځ ولایتونه د ډیورنډ فرضې کرښې له لارې له پاکستان هیواد سره نښلوي، چې په سوداګرۍ، ترانزیټ او سيمه ييز اتصال کې به ګټور رول ولري او د کرنیزو او صنعتي محصولاتود صادراتو په وده کې به ستر اغیز ولري.

ټولګټو وزارت ـ کابل

#سل ورځې سل زیرې

#دښارې ودې او لار جوړلو اونۍ

#سړک ملي شتمنۍ ده؛ ساتنه او څارنه یې د هر وګړي ملي وجیبه ده

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

د دشت‌ارچي – کندز د ۱۹.۶ کیلومتره سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري

د دشت ‌ارچي – کندز مسیر د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري، د سړک دغه پروژه ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا یې د اساسې رغونې چارې د څه باندې  ۴۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵
Background image

په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶م کال د اپریل میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ. . .

BACK TO NEWS