باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۲۳:۵۳
باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

د باميان ولايت په ورس ولسوالۍ کې د ۱۵ متره کانکرېټي پل او ۳۰۰ متره جغلي سړک د جوړولو پروژه چې د غجور کلي په ګيروجوی سيمه کې روانه ده؛ رغنيزې چارې يې ۷۷ سلنه بشپړې شوې دي.

ياده پروژه د څه باندې ۱۰ ميلونه افغانيو په ارزښت د محل له پرمختيايي شورا سره قرارداد شوې،  چې د ټولګټو وزارت “ د کليوالي لارجوړونې ملي پروګرام” له لارې عملي کېږي او مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکړل شوی.

د دغې ساختماني پروژې تطبيق به نه يوازې د منطقې په کچه اتصال رامنځته کړي، بلکې لا د جوړېدو په مرحله کې  يې د سيمې خلکو ته د ۸۵۸۱ کاري ورځو په اندازه د روزګار زمينه هم برابره کړېده.

ياده دې وي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به د زردمي کلی له کرستو کرګي بازارګوټي او له همدې لارې د ډايکنډي ولايت له اشترلي ولسوالۍ سره وصل شي، چې ورسره به د ورڅېرمه کليو او د لارې پر مسير د پرتو خلکو ټرانسپورټي ستونځې هواري شي.

د غوایي ۱۵مه ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS