د کابل ـ کندهار لویه لار د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

ashraf_admin
Tue, Aug 23 2022 11:30 AM
د کابل ـ کندهار لویه لار د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

د کابل ـ کندهار لویه لار، چې د غزني ولایت د مرکز اړوند او د مقر ولسوالۍ په مشکي، صاحب زاده، کرو سای، لونو پمپ او سرکي مانده کلیو کې د تېزو بارانونو او سیلاب را وتلو له امله د تګ راتګ پرمخ بنده شوې وه، اوس مهال د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او پرسونل په هڅو بیرته د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

د غزني ولایت د ټولګټو ریاست ماشینري او پرسونل اوس مهال هم په سیمه کې حضور لري او په او اوبو کې د بندو مسافرو په ژغورلو بوخت دې، چې تر دا مهاله د قرباغ ولسوالۍ د مشکي په کلي کې د مسافرو اړوند یوه عراده رینجر، یوه عاراده ټیلر، یوه عراده ٥٨٠ بس، یوه عراده سراچه، یوه عراده مازدا او یو عراده ویتز موټرونه له نېکمرغه ژغورل شوې دي.

ټولګټو وزارت د کابل ـ کندهار لویې لارې له ټولو مسافرو او د سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي، چې له اړتیا پرته دې پر دغه مسیر له تګ راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه لا هم احتمالي سیلابونو خطر شتون لري.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS