داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کابل په قره باغ سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه 6.32 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اجاره دهی موازی (6.32) جریب زمین ملکیت این وزارت واقع قره باغ ولایت کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل په قره باغ  سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د  6 جریبه 6 بیسوې او 8 بسواسه ځمکې په کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي.

 له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د عقرب ۲۹مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :   1404/8/29 - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال ( 1404/8/29) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

.

2 months 2 weeks ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders