داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غزني د ټولپلازې عوایدو ریاست د سولري برېښنایي سیسټم د اړتیا وړ ۱۳ قلمه برېښنايي توکو د چمتو کولو او تدارک پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی –  پروژه تهیه و تدارک 13 قلم اجناس برقی برای سولر سیستم مورد ضرورت ریاست عواید تولپلازا غزنی بابت سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غزني د ټولپلازې عوایدو ریاست د سولري برېښنایي سیسټم د اړتیا وړ ۱۳ قلمه برېښنايي توکو د چمتو کولو او تدارک د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د  MOPW/1405/G-64/NCB  تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ یا د افغان اعلاناتو د تدارکاتو له محترم سایټ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.
د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټه ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۸/۹ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۸/۹ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د عقرب/۹ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

.

1 year 1 month ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders