داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل ولایت ټولګټو ریاست ته څېرمه د تره‌ خېلو تنګي په سیمه کې د ټولګټو وزارت د ملکیت د ۵٬۸۶۵ متر مربع ځمکې د اجارې ورکړې خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی -اعلان پروژه اجاره دهی یک قطعه 5865 متر مربع زمین ملکیت وزارت فواید عامه نزدیک ریاست فواید عامه ولایت کابل واقع تنگی تره خیل

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت  ټولګټو ریاست ته څېرمه، د تره‌ خېلو تنګي په سیمه کې د ټولګټو وزارت د ملکیت د ۵٬۸۶۵ متر مربع ځمکه  په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۸/۱۴) نېټه، ۵شنبه ورځ (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. که د طرحې وړاندې کوونکی شخص  نه وي استازی کولای شي ګډون وکړي؛خو باید له ځان سره رسمي لیک / مکتوب ولري .

یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

۱- د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

۲- د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحې نقشه او پلان

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

۴- د پروژې د تطبیق مهالویش

۵- د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶- د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

۷- د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

 د اجرا تضمین: بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین  یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: (۱۴۰۵/۸/۱۴) ، د سهار ۱۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه: که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۸/۱۴) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

.

1 year 2 months ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders