د اجارې ورکولو خبرتیا - د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په مرکز کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۳۲۷۰ متر مربع اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان اجاره دهی یک قطعه ملکیت موازی (3270) متر مربع زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع مرکز ولسوالی خنجان ولایت بغلان

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري،چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په مرکز کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۳۲۷۰ متر مربع اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکوي؛ ترڅو د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او نورو ورته تأسیساتو د جوړولو په موخه یو اغېزمن، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۹/۹ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ څلورلارې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې د موخې او ډول روښانه او هر اړخیزه تشریح

۲. د پلان شوو تأسیساتو لومړنۍ طرحه

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل

۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش

۵. د طرحې احتمالي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶. د اجارې موده: محترم داوطلبان باید د ځمکې د اجارې لپاره خپله وړاندیز شوې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین: فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو نېټه : د ۱۴۰۵/۹/۹ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۹/۹ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې ځمکې د اجارې اړونده طرحه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترلاسه کېږي.

.

1 year 3 months ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders