د ټولګټو وزير د خوست له والي او وکيلانو سره د غلام خان بندر او خوست-پکتيکا پر سړک خبري وکړي

Anonymous (not verified)
Wed, Mar 17 2021 12:37 PM
د ټولګټو وزير د خوست له والي او وکيلانو سره د غلام خان بندر او خوست-پکتيکا پر سړک خبري وکړي

 

دټولګټو وزیر د خوست والي مهمند کټوازي او استازي غفار خان تڼي ته ډاډ ورکړ، چې د بودیجې سره سم به د هغوی مهم سړکونه ورته ورغوي او زیاته کړه چې د غلام خان بندر ته غځېدلی سړک باید په دوه لاینه او بنسټیزه توګه جوړ شي.

د خوست والي او استازو ویل خوست ته د سولې ولایت نوم ورکولو په درشل کې دي او د دې لپاره اړتیا ده چې پاخه سړکونه ولري تر څو هېوادوال هلته د سیاحت لپاره لاړ شي.

د خوست استازو دا غوښتنه هم وکړه چې ټولګټو وزارت دې د غلام خان بندر ته غځېدلی سړک ورته ورغوي ځکه دا یوه عایداتي سرچینه ده.

د ټولګټو وزیر ښاغلي یمین ډاډ ورکړ چې خوست ته یې پلاوی استولی تر څو د سړکونو د اړتیاوو رپوټ ورته راوړي چې پر اساس به یې یو شمېر سړکونه سروې ډیزاین او نورو پړاونو ته ولاړ شي او د غلام خان بندر ته د غځېدلي سړک لپاره اوس مهال د سروې او ډیزاین په برخه کې مرسته کولای شي خو د رغونې لپاره یې کافي بودیجه نشته.

په دې لیدنه کې د خوست پکتیکا تر منځ هم د یوه سړک پر جوړېدو خبرې وشوې چې دا ټولګټو وزارت ته مهم دی ځکه خوست د پکتیکا له لارې له غزني او له هغې لارې نورو سویلي او لودیځو ولایتونو سره نښلولی شي. دا سړک لویې بودیجې ته اړتیا لري چې د دولت په کچه باید په لومړیتوبونو کې راوستل شي.

د خوست استازي غفار خان تڼي د ټولګټو وزير ښاغلي انجنیر نجيب الله يمين ته ژمنه ورکړه چې د سړکونو تر جوړېدو وروسته به یې خوستیان د ساتنې لپاره هر ډول مرستې او ستړیا ته چمتو وي.

په ورته مهال د ټولګټو وزیر د خوست له والي او استازي څخه دا غوښتنه وکړه، چې د وزن د کنټرول په موخه دې د خوست با فرهنګه خلک په رضاکارانه توګه له تلو څارنه وکړي. دا مهال په خوست کې د وزن د کنټرول یوه تله شته چې دا به هم مناسب ځای ته انتقال او د بودیجې په پیدا کولو سره به بله تله هم ورته منظور شي.

 

کب ۲۵مه، ۱۳۹۹

 

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS