د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نیمروز او هلمند ولایتونو ته  د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد وزارت ترکارلاندې پروژو څخه له نږدې لیدنه وکړه

media_admin
Sat, Feb 24 2024 11:46 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نیمروز او هلمند ولایتونو ته  د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد وزارت ترکارلاندې پروژو څخه له نږدې لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني؛ چې د ياد وزارت یو شمېر مرکزي او تخنیکي رئیسانو ملتيا کوله جنوب غربي او غربي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې نیمروز او هلمند ولایتونو ته هم سفر و کړ او په دغه ولایتونو کې یې د یاد وزارت ترکارلاندې پروژو څخه له نږدې لیدنه وکړه. 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر لومړی نیمروز ولایت ته ورسید او په دغه ولایت کې یې د وریښمو له بندر،سرشیله او چخانسور پُلونو، د زرنج – دلارام مسیر او یو شمیر نورې تر کار لاندې پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ د نیمروزولايت د ټولګټو رياست کار کوونکو سره هم ولیدل او هغوي ته یې لار ښوونه وکړه چې، د پروژو  د کارچټکتیا او د خلکو ترانسپورتي ستونزو ته دي جدي پاملرنه وکړي ترڅو د پروژو کار ژر ترژره بشپړ او د خلکو ترانسپورتي ستونزې حل شي. 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپل کاري سفر په بهیر کې هلمند ولایت ته هم سفر وکړ او د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئیس او پرسونل سره یې پر لیدو سربیره په دغه ولایت کې د کابل – کندهار لویې لارې له یوې برخې څخه هم لیدنه وکړه او د یاد ولایت پرسونل ته یې د کار د چټکتا، غوره کیفیت او ښه والي په اړه لازمې لارښونې وکړي. 
د يادونې وړ ده؛ په ياد سفر کې د تولگټو وزارت تخنیکي پلاوي د يادو ولایتونو  له مالي او تخنیکي څانگو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو برخو کار کوونکو ته يې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې. 
 

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS