د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژې) چې MOPW/1404/G-80/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/10/13) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول ( 130,400) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/10/13)- 10:00 بجې له غرمې مخکې
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت
يادونه: که چيرې د روان کال (1404/10/13) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.
