په کاپیسا ولایت کې د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Sat, Jan 03 2026 10:32 AM
په کاپیسا ولایت کې د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت محترم والي قاري احسان‌الله بریال، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

یاد استنادي دېوال ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۶ متره لوړوالی لري، د بیارغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور تر منځ قرارداد شوې دي  چې د دوو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه استنادي دېوال د روان کال د موسمي سېلابونو له امله ویجاړ شوی وو چې د ټولګټو وزارت له خوا د تلونکو خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د دې دېوال د بیا رغونې پروژه د روان کال په کاري پلان کې شامله شوه او اوس مهال یې عملي چارې پیل شوي دي، چې د کار په بشپړېدو سره به یې د سړک د تخریب مخه ونیول شي.

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS