د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Mon, Feb 16 2026 3:11 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت  تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د تګاب او اله‌سای ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب په دغه سفر کې د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو له مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو سره وکتل او هغوی ته یې د کار د چټکتیا، د غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه یې د کاپیسا ولایت د ټولګټو رئیس او تخنیکي کارکوونکو ته دنده وسپارله، څو له دغو پروژو څخه په دوامداره او منظم ډول څارنه او نظارت ترسره کړي.

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ سړک ۱۸.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، او د یادې پروژې ټولیز لګښت ۶۴۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

همدارنګه د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ سړک شاوخوا ۱۳.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د تګاب ولسوالۍ او بدرآب دره د کاپیسا ولایت له مرکز سره نښلوي. د دې سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۳۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او دا مهال عملاً جریان لري.

دا په داسې حال کې ده چې د خلکو د هوساینې او پرمختګ په موخه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند د افغانیه درې – غ – پچغان سیمو د ۱۳.۷ کیلومتره سړک رغنیزې چارې هم د ۳۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تېرې جمعې په ورځ د پروان ولایت ته هم سفر کړی و او د بګرام – جبل السراج سړک څخه یې لیدنه کړې وه، چې د هېواد پر زیربنایي پروژو د وزارت د رهبرۍ د دوامدار نظارت څرګندونه کوي.

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS