د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

kalim_admin
Sun, Apr 12 2026 2:09 PM
د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې پیل او عملاً جریان لري.

د یاد سړک په اوږدو کې د ۲ پایو لویو پلونو، ۱۷۴ پایې پلګوټو، ۱۱۷۷ متره سنګ‌کاري دېوالونو او ۱۹۹۰ متره اوسپنیزو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې د معیاري او انجنیري اصولو مطابق به ترسره شي.

دا مهال دیادې پروژې د ۱۰ کیلومتره سړک د  هموار کارۍ، پرکارۍ، د ۲۰ پایو پلګوټو د کیندلو او د سید آباد ولسوالۍ د لوی پُل د کیندلو چارې جریان لري او همدا رنګه ۱۲  پایې پلګوټي د کانکریټ اچونې  لپاره چمتو دي، چې چارې به یې پیل شي.

د کابل – غزني دویم لین سړک، چې ټولټال ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ، درېیمې او پنځمې برخې رغنیزې چارې یې تېر کال پیل شوې وې، چې له بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي او دا مهال یې د پاتې برخو چارې بیا پیل شوې دي.

.

7 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS