داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
( 35،76) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع بلخ ناحیه اول شرق سرک شادیان)

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۶/۱۷) نېټه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

 یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

۱- د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

۲- د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

۴- د پروژې د تطبیق مهالویش

۵- د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶- د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

۷- د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

د اجراء تضمین: د اوس لپاره د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۶/۱۷، د سهار ۱۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه: که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۶/۱۷) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

.

1 year 1 month ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders