د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

kalim_admin
Thu, Sep 24 2026 12:18 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې و کتل چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، په کابل کې د ایران سفیر محترم علي رضا بیکدلي او د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې لومړی د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، محترم سید عبدالله ارجایي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد هېواد له دوامداره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو څخه مننه وکړه.

په دې ناسته کې د میل ۷۸ ابو النصر فراهي دویمې برخې ۵۳ کیلومتره سړک په اړه خبرې اترې وشوې، ایراني پلاوي ډاډ ورکړ چې د یاد سړک رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي، همدارنګه یاد پلاوي ډاډ ورکړ چې د یاد سړک د لومړۍ برخې ۶۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې چې پخوا ترسره شوې دي هم ترمیم کړي.

د لیدنې په لړ کې د اوسپنیزې لارې د پراختیا او د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وشوې او همدارنګه د میلک دویم پل د جوړولو د تفاهم‌لیک په اړه هم بحث وشو. د یاد پل د جوړولو په تړاو د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه اوس مهال پر اړوندو تخنیکي موضوعاتو کار کوي او د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

ورپسې، ایراني پلاوي وویل چې ایراني شرکتونه لېوالتیا لري چې د افغانستان د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي. د ټولګټو وزارت محترم وزیر هم ډاډ ورکړ چې ایراني پانګوال کولی شي د ا.ا.ا د پالیسۍ له مخې د افغانستان د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS